د افغانستان ولسي جرگه په يوه حيرانوونکي ګام کې د نوې کابينې د ورپيژندل شويو 24 نوماند وزيرانو له ډلې څخه يوازې اوو کسانو ته د تاييد رايې ورکړې .
د رای ورکولو بهير نن ماښام شاوخوا اوه نيمې بجې پای ته ورسېد .
هغه نوماندان چې د تاييد رايي يې واخيستې د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ، د کورني، چارو وزير حنيف اتمر ، د ماليې وزير عمر زاخېلوال، د پوهنې وزير فاروق وردګ ، دکرنې وزير اصف رحيمي ، د کانونو وزير وحيدالله شهراني او داطلاعاتو او کولتور وزير مخدم رهين و.
د رايو په لړ کې د پوهنې ، کورنيو چارو او ماليي وزيرانو په ترتيب سره ١٥٥،١٤٧ او ١٤١ رايې وگټلي چې د نورو په پرتله ډېرې زياتې وې.
خو تر ټولو لږ رايې د فوايدعامې د نوماند وزير ميزا حسين عبد اللهي وې چې يوازې ٣٣ د تايدي رايې يې وگټلې.
د اقتصاد د نوماند وزير انورالحق احدي او د اوبو او برېښنا د وزير اسماعيل خان او دښځو د يوازېنۍ وزېرې ردېدل تر ټولو حيرانوونکی و.
ځکه لومړی يې يو اقتصاد پوه او په تېر کې د ماليې د وزير په توګه کار کړی، دويم يې د ټاکنو پر مهال له ښاغلي کرزي څخه کلک ملاتړ کړ ی او درېيمه يې يوازېنۍ ښځينه نومانده وه.
دا لا معلومه نه ده چې د رد شويو وزيرانو برخليک به څنګه وي خو سر له اوسه يې په سياسي کړيو کې حيرانتيا راپورته کړې ده .
خپله دحکومت له لوري هم په لومړي غبرګون کې د ولسمشر کرزي يوه وياند د نوې کابېنې د زياتو نوماند وزيرانو رېدل د خواشنۍ خبره وبلله .
د يو شمېر وزيرانو د رايو جزيات لاندې وګوریء!
انورالحق احدي
نوموړې د اقتصادوزارت ته نوماند و :
تاييد 91
رد 130
باطلې 10
نوموړې د تاييد رايه وا نخيستله
حسن بانو غضنفر
نوموړې د ښځو چارو وزارت ته نومانده وه :
تاييد 115
رد 108
باطلې 9
نوموړې د تاييد رايه وا نخيستله .
محمدالله بتاش
نوموړي د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته کانديد و:
تاييد 82
رد 138
باطلې 12
نوموړي د تاييد رايه وا نخيستله .
اصف رحيمي
دی د کرنې وزارت ته نومانددی .
ټولې رايې يې :
تاييد136
رد 89
باطلې 5
ښاغلي رحيمي بريالی اعلان شو.
ده له تېر شاوخوا يوه کاله راهيسې پر همدغې څوکۍ کار کاوه .
محمدامين فاطمي
نوموړی دعامې روغتيا وزارت نوماند دی . ده په تېر کې هم پر همدغې څوکۍ کار کړی دی .
تاييد 102
رد 120
دی هم ناکام شو
مخدوم رهين
نوموړی د اطلاعاتو او کولتور وزارت نوماند دی .
دی تر دې وړاندې په هند کې د افغانستان سفير او تر هغه وړاندې د اطلاعاتو او کولتور وزير و.
د ښاغلي رهين د تاييد رايې دغه دي :
تاييد 120
نوموړی د اطلاعاتو او کولتور وزير شو.
ميرزا حسين عبداللهي
نوموړی د فوايدعامې وزارت ته نوماند و .
د ښاغلي عبدالهي ټولې رايې دغه دي :
تاييد 33
رد 179
باطلې 19
ښاغلی عبداللهي پنځم نوماند وزير دی چې د ولسي جرګې له لوري ردېږي .
ده د 232 وکيلانو له ډلې څخه ايله د 33 تاييد تر لاسه کړی و.
تر ده وړاندې ، د اوبو او برېښنا، لوړو زدکړو، عدليې او حج، اوقافو او ارشاد وزيران هم ناکام اعلان شول .
عنايت الله بليغ
نوموړی د حج، اوقافو او ارشاد وزارت ته نومول شوی دی .
د ښاغلي بليغ ټولې رايې دادي :
تاييد 108
رد 115
باطلې 8
ښاغلي بليغ څلورم نوماند وزير و چې دتاييد رايې يانې پنځوس جمعه يو يا 117 رايې يې و نه ګټلې او ناکام اعلان شو.
اسماعيل خان
نوموړی د برېښنا او انرژي وزارت ته نومول شوی دی .
ده په تېرو پنځو کلونو کې هم پر همدغې څوکۍ کار کړی دی.
د ښاغلي اسماعيل خان ټولې رايې دادي :
تاييد111
رد 109
باطلې 10
ښاغلی اسماعيل خان هم د ولسي جرګې له لوري رد او پنځوس جمعه يو يا 117 تاييدي رايې پوره نه کړي .
دی هم د برېښنا او انرژۍ وزارت ته بريالی نه شو.
تر ده مخکې د عدليې او لوړو زده کړو وزيران هم ناکام اعلان شول .
عبيدالله عبيد
ښاغلي عبيد د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند دی .
دی تر دې وړاندې د کابل دطبي پوهنتون مشر و.
د ښاغلي عبيد رايې په دې ډول دي :
تاييد 94
رد 121
باطلې 14
نوموړي هم پنځوس جمعه يو يا 117 پوره نه کړي او دی هم د لوړو زدکړو وزارت ته بريالی نه شو.
فاروق وردګ
ښاغلی وردګ دپوهنې وزارت نوماند دی .
نوموړي له تېر شاوخوا يوه کاله راهيسې د پوهنې د وزير په توګه دنده تر سره کړې ده .
د ښاغلي وردګ ټولې رايې داسې دي :
تاييد 155
رد 73
باطلې 3
په دې توګه ښاغلی وردګ يو ځل بيا د افغانستان دپوهنې وزير شو.
سرور دانش
سرور دانش د عدليې وزارت نوماند دی .
د سرور دانش د ټولو ګټليو رايوله ډلې :
تاييد96
رد 122
ښاغلي دانش پنځوس جمعه يو يا 117 رايې ونه ګټلې او په دې توګه د عدليې وزارت ته بريالی نه شو.
حضرت عمر زاخېلوال
ښاغلی زاخېلوال دماليې وزارت نوماند دی .
د ښاغلي زاخېلوال د رايې:
تاييد141
رد 84
باطلې 6
ښاغلی زاخېلوال د ماليې وزير شو. ده په تېر شاوخوا يوه کال کې هم پر همدغې څوکۍ کار کړی دی .
د حنيف اتمر رايې شمېر کېږي
ښاغلی اتمر د کورنيو چارو وزرات ته نوماند دی .
تاييد رايې 147
رد رايي 77
باطلې رايې 5
ښاغلی اتمر د کورنيو چارو وزير شو.
د ولسي جرګې اداري پلاوی او د چارو د ادرې غړي دا مهال د کيلانو په مخ کې د رايو پاڼې سره بېلوي او شمېرنې ته يې چمتو کوي .
د اداري پلاوي په وينا ټولې پاڼې 5805 دي .
اداري پلاوی اوس د هر نوماند وزير رايې سره يو ځای کوي او په څو شېبو کې به پايلې اعلان شي .
د ملي دفاع د نوماند وزير جنرال عبدالرحيم وردګ رايې شمېرل کېږي
دفاع وزير 124 تاييد رايې وګټلې
اوه رايې باطلې شوې
او 100 رد رايې ورکړل شوې دي .
نوموړی بريالی اعلان شو.